IQNA

د "کوه پاني " په نامې سره د مسلمانانو  د اوبو د پاسه ولاړ کلي؛ د تایلینډ سیاحتي جاذبه

14:23 - May 24, 2023
د خبر لمبر: 3487384
ایکنا-(تهران) د تالینډ په جنوب کې پر آندمان سمندر د پاسه د ؛کوه پاني ؛په نامې سره ولاړ کلی له څه دپاسه دوه پيړۍ  مخکې د مسلمانانو په  وسیله تاسیس شوی   او تر اوسه پورې  دهغو نفوسو کوربه دی چې ټول مسلمانان دي .

دایکنا د الشرق الاوسط له  قوله راپور  راکړ، د تایلینډ په جنوب کې  وقاع په لیرې پراته سمندر  کې ، د ځوړنده  لوئې پرښې په سیوري کې   په اوبو ولاړ ؛ کوه پاني ؛نومې کلی  په سلګونو کورونه سټالونه او ریسټوران لري.

 دپه تایلینډ کې  په آندامان سمندر کې  د اوبو د پاسه  ولاړ دغه کلی  چې له دوو سوو کلونو مخکې څخه د سل فیصدي  مسلمانې آبادۍ جوړ کړی ، هره ورځ د څپو په ځوږ سره ويښیږي او  هم په دغه ځوږ سره ویده کیږي.

ددغه کلی د جوړیدا  کیسه له هغه ځایه پیل شوي چې  د دوي اتل بنسټګر ؛توه بابو؛  له  دوو نورو کورنیو سره یوځاي په تایلینډ کې  د  آندامان  سمندر په لور  حرکت کوي او خپل مادری ټاټوبی یعني د انډونیشیا  جاوه ټاپو پریږدي  او په یوه داسې نوي ځاي پسې ګرځي چې د دوي لپاره ډيره زیات رزق او روزي  ولرل شي.

؛توه بابو؛  او دهغه ملګري ژمن کیږي چې که  چا  په کوم ځاي کې زیات کبان پیدا کړل ، نو په یوې لوړې پرښې باندې د بیرغ په رپولو سره  دې نورو ته  ځان وبریښوي  له هغوي سره یو ځای شي.

په هغه وخت کې ؛توبابو؛  یو ورکوټی ټاپو  له کبانو ډک کشف کړ او خپل بیرغ ئې پر یوې لوړې پرښې ورپاوۀ. پر دې اساس د هغه نور ملګري له هغه سره یوځای شول او دنوي کلي په  جوړولو  چې  هغه  ئې ؛کوه پاني ؛ و نوموۀ له هغه سره  ئې مرسته وکړه.

هغه لومړنی شی چې توبابو  او د هغه  ملګرو جوړ کړ ، دهغوی خونې وې چې د لرګیو پر ستنو ولاړ سټالونه او کلبې وې او وروسته  ئې یو جومات  جوړ کړ چې تر اوسه پورې پخپل ځاي باقي پاتې دی. د وخت په تیریدا سره  د کلی آبادي زیاته شوه او  کابو درې سوه شپیتو کورنیو ته ورسیده  چې تقریبا ټول یو زر شپږ سوه پنځه اتیا کسان شول. ددغه کلی ټول نفوس  په مستقیم او غیر مستقیم ډول د  توبابو له لمسیانو،او کورنۍ او د هغه له دوستانو څخه دي .

په راپور کې وئيل شوي دي ،  نن سبا دغه کلی د ټوریزم په یوه مهم ځاي بدل شوی دی چې سیلانیان  له هرځایه  ورځي څو  خپله یوه ورځ  هلته د سمندری خواړو  او نورو دلچسپو خوړو  او سیل  کې تیره کړي او  له ماړو دکانونو څخه ځاي سوغات او قالي  واخلي  او  هغه واړه واړه کانلونه  وګوري چې د خلکو  د یوه بل کورونو ته جوړ شوي دي.

دغه  آبی کلی د په اوبو   د پاسه  په  فټبال سټيډیم  سره هم پيژندل کیږی ، د رسندویو ، سیلانیانو او د مستند  فلمونو جوړونکو لپاره  یو داسې د د لچسپئ  وړ  ځاي دی چې دخپلو    چټیانو د تیریولو  او  دآثارو د برابرولو لپاره  دغه ځاي ته ورځي .

https://iqna.ir/fa/news/4142657

captcha